ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۷۸ ميليونه ۱۴۲ زره او ۴۴۴ ته رسېدلی
CMG2022/08/05 09:53:14
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۴مې نېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې نېټې د ماسپيښين تر ۵ بجو او ۵۶ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۹۷۲ زره او ۹۵۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۷۸ ميليونه ۱۴۲ زره او ۴۴۴ ته رسېدلی دی.

په همدې مودې کې د يادې وبا له امله د مړو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۴۹۱ زيات شوی او عمومي رقم يې ۶ ميليونه ۴۰۵ زره او ۸۰ ته رسېدلی دی.

(ژباړه: شکريه)