وانګ يي د تايوان په اړه د اوو هېوادونو ډلې اعلاميه باطل کاغذ وباله
CMG2022/08/05 10:55:17
شريکول:

د چين د دولت شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي، چې اوس د کمبوډيا په پلازمينې پنوم پن کې د ختيځې اسيا د همکاريو په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په يو لړ غونډو کې په ګډون بوخت دی، د اګست د ۴مې نېټې په ماښام د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړې مرکه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې جي اوو هېوادونو د تايوان تنګي د اوسني وضعيت په اړه تش په نوم اعلاميه خپره کړې او پکې يې تور ته سپين او سپين ته تور ويلي دي.

جي اوو هېوادونو په يادې اعلاميې کې پر حقونو د تيري کوونکي ملاتړ کړی او د حقونو پر غوښتوونکي يې فشار اچولی دی او چين هم ورسره ټينګ مخالفت ښودلی دی.

وانګ يي زياته کړې، چې د اوو هېوادونو ډلې يادې اعلاميې پر حقيقت سترګې پټې کړي او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه يې سرغړونه کړې ده.

چين پر دې اند دی، چې د نورو په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه د نړيوالې سولې او ثبات لومړی بنسټيز اصل دی او د ځنګلونو قواعد د هېوادونو ترمنځ د اړيکو لارښوونه نه شي کولی او د اوو هيوادونو تش په نوم اعلاميه هم باطله او د منلو نه ده.