د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون اینګ اعلان کړی، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د بنګله دېش او مغولستان د بهرنيو چارو وزيرانو مؤمن او بياتسيګ په بلنه د اګست له شپږمې تر اتمې نېټې پورې له یادو دواړو هېوادونو څخه ليدنه وکړي.
هوا چون اینګ همدارنګه ویلي، چې د وانګ یي په بلنه به د کوريا جمهوریت د بهرنيو چارو وزير پارک جين او د نيپال د بهرنيو چارو وزير خدر د اګست له اتمې تر لسمې نېټې له چينه رسمي لېدنه وکړي.