ډميټري مډويډيف: تايوان ته د نانسي پيلوسي سفر لمسوونکی دی
CMG2022/08/05 10:25:11
شريکول:

د روسيې د امنيت شورا مرستيال منشي ډميټري مډويډيف د اګست په ۴مه نېټه له رشيه ټوډۍ(Russia Today) ورځپاڼې سره په مرکې کې تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پيلوسي سفر ښکاره لمسوونکی بللی دی او ويلي يې دي، چې نوموړې په دغه سفر د اسیا امنیت کړکېچن کړی دی.

نوموړي ويلي، چې امريکا يو لور ته د يو چين پېژندنې پر اصل د ټينګار اعلان کړی، خو بل لور ته بیا د بېلتون غوښتونکو ښکاره ملاتړ کوي.

ډميټري مډويډيف زياته کړې، چې واشنګټن د پيلوسي سفر له مخکې پلان کړی و او موخه يې دا ده، چې په اسيا کې تاوتريخوالی را پورته او خپلې ګټې ترلاسه کړي.

 (مينه)