د نړۍ ګڼو هېوادونو د يو چين پېژندنې پر اصل بيا ټينګار کړی
CMG2022/08/05 22:24:23
شريکول:

د نړۍ ډېرو هېوادونو يو ځل بيا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او له نړیوال قانون څخه د امريکا سرغړونکې کړنې او د چين پر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د امريکا د تېري کړنې يې غندلې دي

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پيلوسي د اګست په ۲ مه نېټه د چين له احتجاج سره سره د دغه هېواد تايوان سيمې ته تللې وه.

د سريلانکا ولسمشر د اګست په ۴ مه نېټه په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د ملګرو ملتونو په منشور کې د هېوادونو د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په اړه اړوند مقررات مراعاتوي.

د روسيې، د امنيت شورا مرستيال رئيس مدويديف تايوان ته د نانسي پيلوسي سفر د امريکې بربنډ لمسون بللی او ويلي يې دي، چې د پيلوسي دغې کړنې د اسيا امنيت خراب کړی دی.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا يوه خوا د يو چین پېژندنې پر اصل ټينګار کوي، خو تر څنګ يې بیا لمسوونکي کړه وړه هم ترسره کوي.

د جنوبي سوډان د بهرنيو چارو وزارت معين  وايي، هېواد يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه مداخلې پر اصل ټينګار او د يو چين پېژندنې د اصل ملاتړ کوي.

د دومينيکن د بهرنيو چارو وزارت په یوې اعلاميې کې ويلي، چې نانسي پيلوسي د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له دريو ګډو اعلاميو څرګنده سرغړونه کړې او د چين پر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا يې تېری کړی دی.

اعلاميه وايي، چې دومينيکن د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د تايوان چارې د چين کورنۍ چارې بولي.

د  تنزانيا، عربي متحده امارت، قطر او موزنبيک په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د يو چين پېژندنې پر اصل بیا ټينګار کړی دی.