د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۴مه نېټه د کبوډيا په پلازمينې پنوم پنه کې د اسيان، چين، جاپان او کوريا جمهوريت(۱۰+۳) د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي په يادې غونډې کې ويلي، چې د اسيان، چين، جاپان او د کوريا جمهوريت خپلمنځي همکارۍ په مهم پړاو کې دي. چين له سيمه ييزو هېوادونو سره پر ګډو همکاريو ټينکار کوي او د لس جمع درې ( ۱۰+۳) همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او سيمه ييزه سوله او ثابت او پرمختګ هڅوي.
وانګ يې ويلي، چې لس جمع درې هېوادونه دې د خلکو ګټو او نيکمرغه ژوند ته پاملرنه وکړي، د ختيځې اسيا د همکاريو پرمختګ دې وساتي او نوي پرمختګونه دې ومومي.
نوموړي په دې اړه څلور وړانديزونه کړي دي.
۱ـ لس جمع درې هېوادونه دې د ختيځې اسيا د پرمختګ اوږدمهاله پلان جوړ کړي.
۲ـ لس جمع درې هېوادونه دې سيمه ييز اقتصادي پرمختګ وهڅوي.
۳ـ لس جمع ۳ هېوادونه دې د بحرانونو پر وړاندې د غبرګون توان پياوړی کړي.
۴ـ لس جمع درې هېوادونه دې د سيمې د نوي پرمختګ لارښوونه وکړي.
(مينه)