د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اګست په ۵مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې امريکا لومړی په بد نيت سره پاروونکي عمليات تر سره کړي، چين له دې وروسته د دغه هېواد د ناسمو کړنو په مقابل کې مناسب او دفاعي تدبيرونه غوره کړي. د ملي حاکميت او د خاورې د بشپړتيا د مسئلې په اړه د چين ځوابي تدبيرونه مناسب، ضروري او سم دي، بيخي افراطي نه دي.
نوموړې وویل، چې د تايوان مسئله ډيموکراتيکه مسئله نه ده، بلکې د چين د ملي حاکميت او د خاورې د بشپړتيا په اړه لویه او مهمه مسئله ده.
دې زیاته کړه، چې د چين اړوند ځوابي تدبيرونه پاروونکو ته لازم خبرداری دی او د چین د ملي حاکمیت او امنيت د ساتلو لپاره مناسب ګامونه دي.(فرشته)