د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، له تايوان څخه د نانسي پلوسي له لیدنې راهیسې، څه دپاسه ١٦٠ هېوادونو د عدالت غږ کړى او په جلا جلا توګه يې د پلوسي سفر غندلى دى او ټولو ویلي، چې دوی به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او د خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره به د چين ملاتړ وکړي.
د سينګاپور د بهرنيو چارو وزير ویوین بالاکرشنن د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په لړ کې د چین د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره د خبرو په ترڅ کې وويل، چې سينګاپور په ښکاره توګه د يو چين پېژندنې اصل پلی کوي او له چين څخه د تايوان له جلا غوښتوونکو او د وضعیت د بدلولو له یو اړخیزو اقداماتو سره مخالفت کوي.
د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وويل، چې د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او پر ټولو هېوادونو غږ کوي، چې د نورو هېوادونو پر ملي حاکمیت د تيري له پارونکو اقداماتو ډډه وکړي.
برسېره پر دې، د زياتو هېوادونو سياسي ګوندونو او پخوانيو مشرانو په جلا جلا توګه تايوان ته د پلوسي ناسم سفر غندلی او د خپل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره يې د چين ملاتړ کړی دی.
هوا چون ينګ وويل، د نړۍ څه دپاسه اتيا سلنه وګړي او نژدې ۹۰ سلنه هېوادونه له چين سره ولاړ دي. موږ ټول د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو درناوی کوو، د نړیوالو اړیکو پر بنسټيزو مقرراتو ټينګار کوو او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د هر هېواد له لاسوهنې او د هر هېواد له خوا د نورو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له تېري کولو سره ټينګ مخالفت کوو.