د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې اسيان د خبري رسنيو فکري مرکز د ۲۰۲۲م کال فورم د اګست په ۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.
د چين او د اسيان د لسو هېوادونو چارواکو، د خبري رسنيو مسئولينو، د فکري مرکز استازو او کارپوهانو په دغه فورم کې ګډون وکړ او د نړيوال پرمختګ د پېشنهاد د عملي کېدو او د چين او اسيان ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا په اړه د نظريو تبادلې وکړې.