د چین د نامتو هنرمند چن جیا لینګ ځانګړی انځور
CMG2022/08/06 17:25:25
شريکول:

 

په ۲۰۱۶م کال کې د چين په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشریزه کې، د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو د "لویدیځ جهيل منظره" په نوم د یو لوی انځور  پر وړاندې ګډ عکس واخېست. د دغه انځور جوړوونکی د چین نامتو هنرمند چن جیا لینګ دی. چن جيا لينګ په ۱۹۳۷م ميلادي کال کې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې زېږېدلی او د دوديزو چیني انځورونو د نوښت په برخه کې ډېر شهرت لري. د ده په اند، هنرمندان  نه یوازې د ژوند ښکلا انځوروي ، بلکې د ملي کلتور د ودې دنده هم پر غاړه  لري.