امريکا د سولې په پلمه سولې ته زيانونه رسولي
CMG2022/08/06 13:24:55
شريکول:

د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پيلوسي څو ورځې مخکې د چين له تايوان څخه د ناسمې ليدنې په ترڅ کې وويل، چې (( د دې سيمې د سولې پياوړتيا)) د هغې د دغه سفر موخه ده. د اوو هېوادونو ډلې (G7) د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر چين هغه بې بنسټه تور ولګاوه، چې د چين ځوابي اقدامات ښايي د سيمه ييز وضعيت د سختېدو سبب وګرځي او و يې ويل، چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ توپيرونه بايد په سوله ييزو لارو چارو حل شي.

د نوموړو يادې کړنې د ځينو لويديځو هېوادونو هغه چل  ښیي، چې بحران جوړوونکي خپل ځان ته د سوله ساتوونکي نوم ورکوي او د حقونو پر غوښتوونکو بې بنسټه تورونه لګوي. دوی غواړي، چې د درواغو د جوړولو او د مفهوم د بدلولو له لارې نړيواله ټولنه بې لارې کړي، خو دغه بد نيت يې بې ځايه دی.

د نړۍ له سلو زياتو هېوادونو په دې وروستيو کې هغه رويه څرګنده کړې، چې د يو چين پېژندنې له اصل او د ملي حاکميت او د ځمکني بشپړتيا د ساتلو لپاره د چين له کړنو څخه ملاتړ کوي. له چين څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ سبب دا دی، چې د تايوان تنګي د وضعيت د خرابېدو رښتينی لامل څرګند دی، چې د چين تايوان ته د پيلوسي ناسم سفر د امريکا له خوا طرحه ، د چين پر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سخت تېری او له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له قواعدو څخه څرګنده سرغړونه ده. امريکا بايد د تايوان تنګي د حالاتو د سختېدو پوره مسئوليت پر غاړه واخلي.

چين د دغه ترينګلي وضعيت د مخنيوي او د تايوان تنګي د سولې او ثبات د خونديتوب لپاره تر ټولو ډېرې ډيپلوماټيکې هڅې کړې  دي. چين له تايوان څخه د پيلوسي د ناسمې ليدنې مخکې بيا بيا د پيلوسي د دغې ناوړې کړنې سختې اغېزې او زيانونه بيان کړي او له امريکا څخه يې  غوښتلي، چې د يو چين پېژندنې د اصل او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو د مقرراتو مراعات وکړي او امريکا ته يې خبرداری ورکړی، چې د دغې ناسمې کړنې ټولې منفي نتيجې به د امريکا پر غاړه وي. چين له مجبورۍ څخه د پيلوسي د ناسم سفر ضد ځوابي اقدامات تر سره کړي.

حقيقت څرګند دی، چې کوم هېواد په عمدي توګه بحران جوړوي او کوم هېواد د سولې د ساتلو په هڅه کې دی.

چين غواړي د هېواد د سوله ييز وحدت د رامنځته کولو لپاره تر وسې پورې صميميت وښيي او هره هڅه وکړي، خو هېڅکله به له چين څخه د تايوان جلا غوښتونکو ته  اجازه نه ورکړي. د چين ځواکونو په دې وروستيو کې د تايوان ټاپو په شاو خوا سيمه کې نظامي تمرينونه تر سره کړي او د چين ډېرو حکومتي څانګو ځوابي تدبيرونه اعلان  کړي، چې موخه يې د امريکا او تايوان سيمې د تحريک کوونکو کړنو په مقابل کې خبرداری ورکول، د هېواد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا او د دې سيمې د سولې او ثبات ساتل دي. د چين ځوابي اقداماتو د نړيوالې ټولنې پراخ تفاهم او ملاتړ تر لاسه کړی دی.

چين له ۱۹۹۰م ميلادي کال راهيسې د ملګرو ملتونو په ۲۵ سوله ساتونکو عملياتو کې ګډون کړی او بهرنيو هېوادونو ته یې ۵۰ زره سوله ساتوونکي سرتيري ليږلي. برعکس امريکې د جوړېدو په ۲۴۰ کلن تاريخ کې يوازې په  ۱۶ کالونو کې جګړه نه ده کړې، نور يې ټول تاريخ پر جګړو ولاړ دی او د عراق، سوريې، افغانستان او اوکراين په شمول زياتو هېوادونو او سيمو ته يې ګډوډۍ او زيانونه رسولي.

د اروپا عصري ډيپلوماسي ( modern dilpomacy) ويبپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې ټولو ته معلومه ده، چې امريکا تل د شخړو جوړوونکی هېواد دی، نه سوله ساتوونکی.

سوله د ټولو انسانانو ګډه هيله ده، نه د ځينو هېوادونو د جرمونو د پټولو جامه او د بادارۍ د ساتلو وسيله.

عدالت او انصاف د خلکو په زړونو کې دی.