د م م د عمومي اسامبلې مشر: عمومي اسامبله د تایوان مسئلې په اړه ۲۷۵۸ نمبر پرېکړه لیک پلی کوي
CMG2022/08/06 13:14:31
شريکول:

د چين له تایوان څخه د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي د ناسمې لیدنې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې رئيس عبدالله شاهد د اګست په څلورمه پر دې ټينګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د ۲۷۵۸ نمبر پرېکړه ليک پر بنسټ ولاړه  ده.

عبدالله شاهد وویل، چې تایوان ته د پلوسي د سفر په اړه د هغه دریځ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په څېر دی. عمومي اسامبله به په دې اړه په اړوندو پرېکړه ليکونو ټينګار وکړي. د ١٩٧١م کال د اکتوبر په ٢٥مه نېټه د ۲۶مې دورې عمومي اسامبلې ٢٧٥٨ نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ او دا یې منلی، چې د چین د ولسي جمهوریت حکومت استازی په ملګرو ملتونو کې د چین یوازینی مشروع استازی دی.