په چين کې د اسلامي هېوادونو د ديپلوماتانو يوه پلاوي له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه
CMG2022/08/06 14:29:03
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په پنځمه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د اګست له لومړۍ څخه تر څلورمې نېټې پورې په چين کې د ۳۰ اسلامي هېوادونو ٣٢ سفيرانو او لوړ پوړو ديپلوماتانو له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه.

وياندې وويل، دغه پلاوی کاشغر، اقسو او ارموچي  ته لاړ، له جوماتونو، اسلامي دارالعلوم ، موزيمونو، د تکنالوژۍ له تصديو او د کليو د سمسورتيا له پروژو څخه يې ليدنې وکړې او له ځايي مذهبي شخصيتونو او د روزنې د مرکزونو له فارغانو سره يې خبرې اترې وکړې.

دوی د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا، د مذهبي عقيدې د ازادۍ، د ملي يووالي او همغږۍ او په سوله او خوښۍ کې د خلکو د ژوند او کار د واقعي حالاتو په اړه  معلومات تر لاسه کړل.

هوا چون ينګ وويل، د پلاوي غړيو وويل، چې د چين حکومت د شينجيانګ د ادارې او پرمختګ په برخه کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي. د ټولو قومونو وګړي دلته په يووالي او خوشالۍ کې ژوند کوي او د مسلمانانو مذهبي عقيده او بېلابېل حقونه په سمه توګه تضمین شوي دي. هغه څه چې دغه پلاوي په  شینجیانګ کې لیدلي او اوریدلي، د ځینو لوېدیځو رسنیو له راپورونو سره په بشپړ ډول توپیر لري.