وانګ يي د تايوان چارو په اړه د چين دريځ بيان کړ
CMG2022/08/06 14:59:32
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۵مه نېټه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پن کې د ختیځې اسيا د همکاريو په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي غونډه کې ګډون  وکړ.

نوموړي  وویل، چې د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پيلوسي د چين له احتجاج سره سره او د امريکايي حکومت تر منظورۍ او تنظيم لاندې د چين تايوان سيمې ته سفر  وکړ.

ده زیاته کړه، چې د پيلوسي دغه ناسم سفر د چين پر ملي‌ حاکميت سخت  تېری وکړ، د چين په کورنيو چارو کې یې لاسوهنه  وکړه، د امريکا له مخکنۍ ژمنې یې سرغړونه وکړه او د تايوان تنګي سوله او ثبات يې ويجاړ کړل.

وانګ یي وويل، چې چين  د امريکا د ناسمې کړنېپه مقابل کې کلک ځوابي تدبيرونه  نيولي. د چين دريځ مناسب، معقول او قانوني دی، د چين تدبيرونه کلک، قوي او مناسب دي، د چين پوځي تمرين علني، شفاف او مسلکي دی، چې له کورنيو او نړيوالو قوانينو او د نړیوالې ټولنې له قواعدو سره  سمون لري.

ده زیاته کړه، چې چين به خپل ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا کلکه خوندي کړي،‌ د امریکا هغه دسيسه به ويجاړه کړي، چې د تايوان له لارې د چين د پرمختګ مخنيوی غواړي، د تايوان د ادارې هغه  بې ځايه خيال به مات کړي، چې د امريکا په مټ تش په نامه خپلواکي تر لاسه  کول غواړي.