د چين استازي د دغه هېواد د ذروي تګلارې په اړه د امريکا بې بنسټه تورونه رد کړل
cmg2022/08/07 14:26:55
شريکول:

د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي تړون د څېړنې لسمه غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړېږي. د امريکا استازي د روانې مياشتې په څلورمه نېټه په خپله وينا کې دروغ ادعا وکړه او ويې ويل چې چين د خپلو اټومي وسلو د پراخولو بهير چټک کړی او د ذروي وسلو د کنټرول د مسئلې په اړه يې له امريکا سره له خبرو اترو ډډه وکړه. د امريکا د دې بې بنسټه تورونو په ځواب کې د چين استازي دينګ تونګ بينګ د ځواب ورکولو له حقه په استفادې د امريکا دغه تورونه په کلکه رد کړل.

دینګ تونګ بینګ وویل چې د امریکا تورونه به دا حقیقت بدل نه کړي چې دغه هېواد د لوی اټومي ځواک په توګه لا هم په خپلو سترو اټومي وسلو سره نړیوال او سیمه ییز امنیت ته ګواښ دی. بر سېره پر دې، امريکا یو لړ منفي پالیسۍ او عملونه هم پلي کړي چې په سیستماتیک ډول یې نړیوال او سیمه ایز ستراتیژیک توازن او ثبات کمزوری کړی دی.