د چين او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې
CMG2022/08/07 12:07:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۵مه نېټه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پن کې د ختیځې اسيا د همکاريو په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په ترڅ کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سېرګې لاوروف سره ليدنه وکړه. دواړو خواوو موافقه کړې، چې خپلمنځي ستراتيژيکه همغږي وساتي او دوه اړخيزېهمکارۍ ژورې کړي.

وانګ يي د تايوان په اړه د چين هر اخيز دریځ بيان کړ، د روسيې ستاينه يې وکړه، چې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د چين پر حاکميت او د خاورو پر بشپړتيا له تیري سره مخالفت کوي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې د ستراتيژيکې همکارۍ ښودنه کوي. 

دوی دواړو دغه راز د بريکس همکارۍ، د ايران د اټومي مسئلې او د کوريا ټاپووزمې د وضعيت په اړه هم بحث او د نظر تبادله کړې ده.