د اسراییلو او د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې ترمنځ جګړې پر ځايي وخت د اګست په شپږمه هم دوام لري.
د اسرائیلو پوځ د فلسطين د اسلامي جهاد پر روزنیزو مرکزونو او وسلو پر زېرمو هوايي او ځمکنيو بريدنو ته دوام ورکړی.
د غزې په سيمه کې د فلسطين د روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د روانې میاشتې د ۵مې نېټې له ماسپښين راهیسې، پر غزې د اسرائيلو په بريدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي او ١٢٥ ټپيان شوي دي.
اسلامي جهاد ډلې د دې بريدونو په ځواب کې پر اسراییلو ګڼ شمېر راکټونه توغولي دي. د ځايي اسراييلي رسنيو د شمېرو له مخې، د روانې مياشتې د پنځمې نېټې له شپې راهيسې اسلامي جهاد پر اسرائيلو شاوخوا ۲۰۰ راکټونه توغولي دي.