افغان پوليسو د اګست په ۶مه نېټه تاييد کړه چې په همدې ورځ په پلازمېنه کابل کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او ۲۲ ټپيان دي.
د کابل د پولیسو وياند خالد زدراڼ په يوه ټويټ کې ويلي چې دغه چاودنه د کابل ښار د شپږمې حوزې اړونده سيمه کې شوې ده.
تر دا مهاله کومې ډلې یا شخص د دې چاودنې پړه نه ده منلې.