د چين د کرنيزو او کليوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په کليوالو سيمو کې ثابت پرمختګ رامنځته شوی، کاري فرصتونه زیات شوي او عايدات يې هم لوړ شوي دي. په کليو کې د اوسېدونکو منځني عایدات ۹۷۸۷ يوانو ته رسېدلي او ۴.۲ سلنه زيات شوي.
د کرنيزو پيداوارو برېښنايي سوداګرۍ چټک پرمختګ موندلی دی. په آنلاين ډول د کرنيزو پيداوارو د پرچون خرڅلاو عمومي اندازه ۲۹۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲.۴ سلنه زياتوالی ښيي. د کليوالو سيمو سيلانيزې چارې هم مخ په ښه کېدو دي.