د ډېرو هېوادونو حکومتونو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی
CMG2022/08/07 11:41:18
شريکول:

د ډېرو هېوادونو حکومتونو په دې وروستيو کې د چين تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پيلوسي د ناسم سفر غندنه کړې او د يو چين پېژندنې پر اصل يې ټينګار کړی دی.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په يوه علني وينا کې وويل، چې هېواد يې د تايوان مسئلې په اړه تلپاتې او ټينګ دريځ لري او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي.

بر سېره پر دې، د مرکزي افريقا جمهوريت، صربيا، ليبريا، کنيا، سومالي، نيپال، فيليپين، عراق او بنګلادېش په شمول د ډېرو هېوادونو حکومتونو د اعلاميو او ويناوو له لارې څرګنده کړې، چې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره د چين د کړنو ملاتړ کوي.