وانګ يي د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ
CMG2022/08/07 12:09:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۵مه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پن کې د ختيځې اسيا د 12مې سرمشريزې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. هغه په دې غونډه کې د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ او د امريکا تش په نامه انديښنې يې رد کړې.

نوموړي ويلي، چې د جنوبي سمندرګي مسئلې په باره  د چين دريځ او غوښتنه کافي تاريخي او قانوني شواهد لري. چين او د اسيان هېوادونه پر دې ټينګار کوي چې د جنوبي سمندرګي مسئله دې په جنوبي سمندرګي کې د بېلا بېلو خواوو د عملي اعلاميې له مخې او د سلامشورو او مذاکراتو له لارې توپيرونه حل کړي. له تېرو څو کلونو راهيسې چين او د اسيان هېوادونو د جنوبي سمندرګي ثبات خوندي کړی او د بېلابېلو خواوو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره يې باثباته چاپيريال برابر کړی.

نوموړي ويلي، چې اوسمهال د جنوبي سمندر د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو لوی خطر دا دی، چې د دې سيمې لرې او پردي لوي هېوادونه په دې چارو کې ناسم ګډون او لاسوهنه کوي.