ولې تايوان ته د پيلوسي سفر د چين له مخالفت سره مخ دی؟
CMG2022/08/07 12:19:50
شريکول:

د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پيلوسي په دې وروستيو کې په واشينګټن پوسټ ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه، چې عنوان يې دی «ولې ما د پارلماني پلاوي په مشرۍ له تايوان څخه ليدنه کړې». په امريکا کې د چين سفير چن ګانګ د اګست په څلورمه نېټه د يادې مقالې په ځواب کې په نوموړې ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دی «ولې چين تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې پيلوسي له سفر سره مخالفت کوي.»

چن ګانګ په خپله مقاله کې دې ته په اشارې چې د يو چين پېژندنې اصل له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظم يوه برخه او په پراخه توګه د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه ده. امريکا ادعا کړې، چې د مقرراتو پر اساس جوړ شوي نړيوال نظم ته دې درناوی وشي، نو دغه هېواد بايد د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار وکړي.

د چن ګانګ په مقاله کې ليکل شوي، د چين او امريکا ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې د ۱۹۷۹ م ميلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه ټينګې شوې. امريکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو په اعلاميه کې په څرګنده توګه دا منلې، چې د چين ولسي جمهوريت د چين يوازېنی قانوني حکومت دی او له دې نه وروسته په ۴۳ کلونو کې يې بيا بيا ژمنه کړې، چې له تايوان سيمې سره به رسمي اړيکې ټينګې نه کړي. نانسي پيلوسي دامريکا د حکومت د درېيمې کچې مشره ده. د امريکا په پوځي الوتکه کې يې تايوان ته سفر وکړ. دغه سفر چين ته د امريکا له شوې ژمنې څخه څرګنده سرغړونه ده او غير مسئولانه تحريک آميزه او خطرنه کړنه بلل کېږي. دغه کړنه د يو چين پېژندې له اصل او د چين او امريکا ترمنځ د درېيو ګډو اعلاميو څخه سرغړونه ده، له چين څخه د تايوان جلا غوښتوونکي به وهڅوي، چې غلطه او خطرناکې لارې ته دوام ورکړي او د تايوان تنګي ترينګلی وضعيت به د پېچلتيا او خطر پر لور ټيل وهي.

چن ګانګ په خپله مقاله کې پر دې ټينګار کړی، چې د يو چين پېژندنې اصل له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظم منل شوی اصل دی او د نړيوالې ټولنې پراخه او ګډه نظريه بلل کېږي، امريکا بايد د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي، خو امريکا له چين سره د رسمي اړيکو له ټينګولو وروسته په اړخيزه توګه «له تايوان سره د اړيکو قانون» او تايوان ته يې تش په نوم ( ۶ فقره ييزه ژمنه) صادره کړه. د امريکا يادې کړنې او تايوان ته د پيلوسي سفر د يو چين پېژندنې له اصل څخه سرغړونه او د تايوان د اوسني وضعيت او د روان نړيوال نظم د بدلولو لپاره يو اړخيز اقدم دی.

چن ګانګ په خپله مقاله کې ويلي، چې د تايوان تنګي دواړو غاړو ته مېشت وګړي ټول چينايان دي. موږ تر خپلې وسې پورې د سوله ييز وحدت د رامنځته کولو په هڅه کې يوو، خو له چين څخه د تايوان جلا کېدو ته به هېڅکله اجازه ور نه کړو. ايا د امريکا حکومت او خلک هغه وضعيت منلی شي، چې که د امريکا يو ايالت وغواړي له دغه هېواد څخه جلا شي او د يو خپلواک هېواد په توګه جوړ شي او بل هېواد له دغه ايالت سره د وسلو مرستې وکړي او د سياست په برخه کې ورڅخه ملاتړ وکړي؟

چن ګانګ دغه راز ويلي چې د تايوان مسئلې جرړه د تش په نامه ډيموکراسۍ مسئله نه ده، بلکې د چين له ملي حاکميت او وحدت سره اړه لري. د چين تايوان ته د پيلوسي سفر د يو ميليارډ او څلورو سوه ميليون چينايانو غوسه او نفرت پارولی دی.

چنګ ګانګ پر دې ټينګار کړی، چې د تايوان مسئله د چين او امريکا ترمنځ اړيکو کې ډېر حساسه او اغېزمنه مسئله ده او د دې مسئلې د حل او کنټرول لپاره بايد په ډېر احتياط او مسئولانه توګه لار غوره شي.