هند فضا ته د کوچنۍ سپوږمکۍ وړونکي راکېټ په توغولو کې پاتې راغی
CMG2022/08/08 11:16:20
شريکول:

د هند د فضايي چارو څېړنیزې ادارې د اګست په ۷مه نېټه یوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې فضا ته د کوچنۍ سپوږمکۍ وړونکی راکېټ توغولی، خو ټاکلي مدار ته نه دی رسیدلی.

هندي رسنيو ويلي، چې ياده توغونکې دنده ناکامه شوه.

یادې ادارې په همدې ورځ فضا ته په لومړي ځل د ساتېش داون له توغوونکي مرکز څخه کوچنۍ سپوږمکۍ وړونکی راکېټ وتوغاوه او غوښتل يې، چې دوه کوچنۍ سپوږمکۍ د فضا ټاکلي مدار ته وليږي.

د هند د فضايي چارو څېړنیزې ادارې د راکېټ د توغولو مخکښه مرحله له ټاکلي پلان سره سم عادي روانه وه، خو پای کې يې اړوندې ډېتاګانې له لاسه ورکړي دي.

يادې ادارې ويلي، چې سپوږمکۍ يې ټاکلي مدار ته نه ده رسيدلې او اړيکې يې ورسره غوڅې شوې دي.

(هیله)