د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د اګست په ۷مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړې او په غزې تړانګې کې د اسرائيل او د اسلامي جهاد ډلې ترمنځ د اوربند هرکلی یې کړی دی.
نوموړي ويلي، چې اسراييل څو ورځې مخکې پر غزې هوايي بريدونه وکړل او د فلسطين د جهاد اسلامي ډلې له غزې څخه پر اسرائيل توغندې وتوغول، چې له امله يې د ماشومانو په شمول ډېرو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ګوټرېش په اعلاميې کې د پېښو د قربانيانو له کورنيو سره ژوره همدردي ښودلې ده.
نوموړي زياته کړې، اسرائیل او فلسطین د ډيالوګ له لارې کولی شي، چې دوامدارې او تلپاتې سولې ته ورسیږي.
(مينه)