روسیې او اوکراین یو بل تورن کړي، چې پر زاپورژیا اټومي برېښنا کوټ يې برید کړی
CMG2022/08/08 11:35:49
شريکول:

د اوکراین د اټومي برېښنا شرکت د اګست په ۷مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې د روسیې ځواکونو د همدې مياشتې د ۶مې نېټې په شپه د اوکراين پر زاپورژیا اټومي برېښنا کوټ یو ځل بیا برید کړی او يو توغندی يې د سون موادو زېرمې ته نږدې لګيدلی دی.

خبر وايي، چې روسي ځواکونو په دغه بريد کې د زاپورژيا د اټومي برېښنا کوټ د وړانګو د څار تجهیزات ویجاړ کړي دي.

اېخوا د روسيې سیکودنیا اژانس بیا په همدې نېټې د اوکراين د زاپورژیا ایالت د ښاروال اینرهودار په قول خبر ورکړی، چې اوکرایني ځواکونو د اګست د ۶مې نېټې په شپه د زاپورژیا اټومي برېښنا کوټ پر لوري سکر توغندي توغولي دي. 

د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ عمومي مدير رافیل ګروسي د اګست په ۶مه نېټه پر یاد اټومي برېښناکوټ د توغنديو د برید په اړه اندېښنه ښودلې ده. 

د يو بل خبر له مخې، د اوکراین د بنستيزو تاسیساتو وزارت د اګست په ۷مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې د بېړیو دوهمه ډله يې، چې د اوکراین کرنيز توليدات پکې بار دي، په همدې ورځ د دغه هېواد له اودیسا او چیرنومورسک بندرونو څخه خوځېدلې ده.

د مالوماتو له مخې، په ۴ بېړيو کې د اوکراين  ۱۷۰ زره ټنه غلې دانې بار او له اوکراين څخه خوځيدلې دي.

(هیله)