د چین د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ د ختيځې جنګي سیمې ځواکونو د تايوان تنګي په شاوخوا سمندري سيمې او هوايي قلمرو کې د رېښتينو مرميو او بارودو تمرين ته دوام ورکړی او له پلان سره سم يې د هوايي او سمندري ځواکونو د ګډ ځمکني بريد او له لېرې واټن د هوايي بريد د توان لويې ازموينې کړې دي.
د ختيځې جنګي سیمې هوايي ځواکونو په دغه پوځي تمرین کې څو ډوله جنګي الوتکې کارولي او د پلټنې، حملې او ملاتړ په شمول یو لړ پوځي دندې يې ترسره کړې دي.
د چين هوايي ځواکونو د سمندري او هوايي سیسټم په ملاتړ پر ټاکلو موخو دقیقې حملې کړي او د الوتکو ډلې يې پر تایوان تنګي تېرې شوي او څو جنګي الوتکو يې له پوځي ويجاړونکې بېړۍ سره په بدرګه ګډ نظامي تمرین ترسره کړی دی.
(هیله)