د امریکا د اوهايو ایالت په سینسیناتي ښار کې د اګیست په ۷مه نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې ۹ کسان ټپيان شوي دي.
د سینسیناتي ښار پولیسو ویلي، چې څو کسانو د دې ښار په سوداګریزې سیمې کې د همدې نېټې د نېمې شپې شاوخوا په يوې بجې جګړه کړې او دوو کسانو یې ډزې کړې دي.
پولیسو د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته پر يادو کسانو ډزې کړي او يو تن يې زخمي کړی، خو جنګياليو خپل زخمي له ځان سره لیږدولی دی.
پوليسو د پېښې په تړاو هیڅوک نه دی نيولی. (هیله)