د ګڼو هېوادونو سياسي ګوندونو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی
CMG2022/08/08 10:57:24
شريکول:

د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پيلوسي څو ورځې وړاندې د چين له مخالفت سره سره تايوان سيمې څخه ليدنه کړې ده.

د نړۍ د ډېرو هېوادونو سياسي ګوندونو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په پار يې د چين له ټولو تدبيرونو څخه ټينګ ملاتړ کړی دی.

 د فرانسې د فرېنچ انبويډ ګوند مشر جين ـ لوک مېلنچون ويلي، چې فرانسه د يو چين پېژنې پر اصل باور لري او تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه بولي.
د زيمبابوې واکمن ګوند په يوې اعلاميې کې ويلي، نړيواله ټولنه پوهېږي، چې په نړۍ کې د چين په نوم يو هېواد شته او تايوان يې نه بېلېدونکې برخه ده. د يو چين پېژندنې اصل د چين او امريکا د سياسي اړيکو بنسټ هم جوړ کړی، خو واشنګټن له دغه اصل سرغړونه کړې ده.

اعلاميه وايي، چې زيمبابوې يوازې يو چين په رسميت پيژني او د چين په اړه د هر هېواد د تګلارې له بدلون سره کلک مخالفت کوي.

د قبرس د زخمتکښو مترقي ګوند په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دغه ګوند د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.

(مينه)