د فلسطين اسلامي جهاد د اګست د اوومې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې له اسرائيل سره یې پر اوربند هوکړه کړې ده.
د اسلامي جهاد اعلاميه وايي، چې له اسرائیل سره یې د مصر په منځګړيتوب اوربند کړی او مصر ورسره ژمنه کړې ده، چې د دې ډلې د دوو غړيو د خلاصون لپاره به، چې د اسرائیل په زندان کې دي، هڅې وکړي.
فلسطیني رسنیو د اسلامي جهاد د یوه چارواکي خالد بتاش په قول ویلي، چې له اسرائیل سره به یې د اوربند هوکړه د روانې مياشتې د اوومې نېټې د شپې له ۱۱ بجو او ۳۰ دقيقو څخه رسماً عملي شي.
(ژباړه: شکريه)