امريکا د تايوان مسئلې په اړه درې لویې تېروتنې کړي
CMG2022/08/08 10:12:44
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۷مه نېټه بنګلاديش ته د سفر پر مهال د وروستي نړيوال حالت او د امريکايي چارواکو د بې دليله خبرو په اړه ويلي، چې امريکا تايوان ته د نانسي پيلوسي د سفر په اړه درې لویې تېروتنې کړې دي.

لومړی، امريکا د چين پر کورنيو چارو کې ستوغه لاسوهنه کړې ده.

دوهم، امريکا د تايوان له بېلېتون غوښتونکو څخه ملاتړ کړی دی.

 دريېم، امريکا د تايوان تنګي سوله او ثبات ويجاړ کړي دي.

وانګ يې ويلي، چې د يو هېواد په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه د هېوادونو تر منځ د اړيکو او تګ راتګ بنسټيز اصل او هم د پرمختيايي هېوادونو د حاکميت د ساتلو لپاره يوه مهمه قاعده ده.
نوموړي له بېلا بېلو هېوادونو څخه مننه کړې، چې د چين دريځ يې درک کړی او ملاتړ يې ورڅخه کړی دی.

وانګ يي زياته کړې، چې په اوسنۍ نړۍ کې وخت په وخت يواړخيزې ځورونې راپورته کيږي او نړيواله ټولنه یې بايد پر وړاندې روښانه دريځ غوره او غږ پورته کړي.

نوموړي پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول مراعات کړي او نړيوال قانون او د ټولو پرمختيايي هېوادونو حقونه دې په ګډه وساتي.

(مينه)