د چين په شينجيانګ کې د سيلانۍ چارې غوړيدلي او د اقتصادي پرمختګ لپاره يې نوې دروازې پرانېستلې دي.
د شيجيانګ د تورپان سيمې پر ۳۸ زره هکتاره ځمکې انګور ولاړ دي او سږ کال یې د حاصلاتو اندازه ۱ميليون او ۲۰۰زره ټنه ښودل شوې ده.
په شينجيانګ کې سږ کال د تورپان انګورو په موضوع کلتوري او سيلانيزې پروژې، د انګورو پروژې او د استوګنې پروژې پيل شوي او ځايي بزګرانو د سيلانۍ په چارو کې برخه اخيستې ده.
هره ورځ شاوخوا ۶ زره سیلانيان د شينجيانګ د پو تاو ګوه له منظره لرونکې سيمې ليدنه کوي.
په شينجيانګ کې د سږ کال په جولای کې د سيلانۍ چارو عايدات ۲۹ ميليارډو او ۹۲۱ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳.۰۲ سلنه زياتوالی ښيي.