ایران د خبرو اترو له لارې د يو دايمي اټومي تړون د رامنځته کولو صادقانه هوډ څرګند کړی
CMG2022/08/08 14:45:50
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د اګست په اوومه نېټه ويلي، چې اوسمهال د اتريش په پلازمېنې ويانا کې د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د بيا پلې کولو خبرې اترې روانې دي او تهران صادقانه هوډ لري، چې يو دايمي تړون لاسليک کړي.

د ايران بهرنيو چارو وزارت پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې عبداللهيان په همدې ورځ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتريش سره په ټيلېفوني خبرو کې د ايران د اټومي تړون د عملي کېدو او د فلسطين د غزې سيمې د حالاتو په اړه د نظريو تبادله کړې ده.

نوموړي د ايران د اټومي تړون د خبرو اترو پایله امريکا پسې تړلې بللې ده او ويلي يې دي، که واشنګټن انعطاف وښيي او خپلې ژمنې په عمل کې څرګندې کړي، نو ايران چمتو دی، چې يو دايمي تړون ورسره لاسليک کړي.

(ژباړه: شکريه)