امريکا به له اوکراين سره د ۱ميليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي امنيتي مرسته وکړي
CMG2022/08/09 10:15:14
شريکول:

د امريکا دفاع وزارت د اګست په ۸مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به یې له اوکراين سره د ۱ ميليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي امنيتي مرسته وکړي او دا له کیف سره د واشنګټن تر ټولو زياته امنیتي مرسته بلل کیږي.

اعلاميه وايي، دا له ۲۰۲۱م کال راهيسې د امريکا ولسمشر جوبايډن ۱۸م ځل دی، چې د خپل واک په کارولو د هېواد د وسلو له زيرمتون څخه اکراين ته وسلې ليږي، چې ارزښت يې تر ټولو ډېر زيات دی.

جوبايډن چې کله د امريکا ولسمشر ټاکل شوی، نو له هغه وخت راهيسې يې اوکراين ته د ۹ ميليارډو او ۸۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د امنيتي مرستو د ورکړې ژمنه کړې ده.

 (مينه)