په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۸۱۶۸۶۱۹۷ ته رسېدلی
CMG2022/08/09 10:14:37
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۸مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۸مې نېټې د شپې تر ۲۰ بجو او ۶ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۳۲ زره او ۴۲۳ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۸۱ ميليونه، ۶۸۶ زره او ۱۹۷ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۶۵۸ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ميليونه، ۴۱۰ زره او ۹۶۱ ته رسېدلی دی.

(مينه)