د چين د بشري حقونو څېړنيزې اکاډمۍ د امريکا د جنایتونو په اړه څېړنيز راپور کړی
CMG2022/08/09 14:57:02
شريکول:

 د چين د بشري حقونو څېړنيزې اکاډمۍ د اګست په ۹مه نېټه څېړنيز راپور(( د منځني ختيځ په شمول په ځينو سيمو کې پر بشري حقونو د امريکا د تېري جنايتونه )) خپورکړی دی.

 په دغه راپور کې په منځني ختيځ او شاو خوا سيمو کې د جنګي جنايتو، پر انسانانو د زيانمنو کړنو او يو اړخيزو بنديزونو په شمول له نړيوالو قوانينو څخه د امريکا سرغړوونکي کړنې په ډاګه شوې دي.

په ياد راپور کې په اشارې ويل شوي، چې امريکا پر بشري حقونو سيستماتيک تيری کړی او نړۍ ته يې دايمي او ژور زيانونه رسولي دي.

د شمېرنې له مخې، امريکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه د نړۍ په ۴۰ سلنه هېوادونو کې جګړې او يا پوځي عمليات پيل کړي دي.

 د امريکا د بروڼ پوهنتون شمېرې ښيي، چې د افغانستان جګړې کې د څه باندې ۴۷ زرو عامو افغانانو په شمول ۱۷۴ زره وګړي وژل شوي دي.

د امريکا د ماليې وزارت د راپور له مخې، واشنګټن تر ۲۰۲۱م مالي کال پورې د نړۍ په ګڼو هېوادونو له ۹۴۰۰ زيات بنديزونه لګولي دي.

امريکا په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه په چټکۍ و وېستل او وروسته يې پر دغه هېواد اقتصادي بنديزونه ولګول او د افغانستان بانک د ميليارډونو ډالرو په ارزښت د بهرنيو اسعارو زېرمه يې کنګل کړې ده.