د چين د بې وسلو چارو استازي لي سونګ د اګست په ۸مه نېټه د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د بيا کتنې په لسمه غونډه کې يوه وينا کړې او په دې اړه يې د چين هر اړخيز دريځ څرګند کړی دی.
نوموړي جاپان او اړوندو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د اټومي وسلو د پراخولو چارې ترسره نه کړي.
لي سونګ ويلي، چې امريکا، بريتانيا او استراليا په تېر تاريخ کې د اټومي اوبتل خپلمنځي همکارۍ نه درلودې، خو اوس یې د اټومي وسلو همکارۍ پېل کړې دي.
امريکا او بريتانيا د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون لاسليکوونکي دي او اوس يې پريکړه کړې، چې د اټومي وسلو نه لرونکو هېوادونو ته د اټومي اوبتل رياکتور او د وسلو په اندازه غني شوي يورانيوم وليږدوي.
لي سونګ وويل، چې امريکې او بريتانيې په نړۍ کې د اټومي وسلو د خپرېدو وېره خپره کړې او دواړو هېوادونو د اټومي وسلو د خپرېدو په چارو کې دوه ګوني معیارونه غوره کړي دي.
د امريکا، بريتانيا او استراليا د اټومي اوبتل خپلمنځي همکارۍ د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونو امنيت ته ګواښونه جوړوي، ډله ايز مقاومت لمسوي او د نظامي تاسيساتو سيالۍ يې راپ،رته کړې دي.