اروپايي ټولنې د ايران د اټومي تړون د بيا پلي کولو په اړه وروستی متن وړاندې کړی
CMG2022/08/09 10:55:20
شريکول:

اروپايي ټولنې د اګست په اتمه نېټه د ايران د اټومي تړون د مذاکراتو اړوندو خواوو ته د دې تړون د بيا اعادې کېدو په پار وروستی متن وړاندې کړی او هيله يې ښودلې، چې ټولې خواوې د دغه وروستي متن په هکله سياسي پرېکړه وکړي.

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوسيف بوريل په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ټولو هغو محتوياتو ته، چې سلا مشورې پرې شوي او يا مشورو ته پکې اړتيا ليدل کيږي، دغه متن کې ځای ورکړل شوی دی.

نوموړي ويلي، چې د ايران د اټومي تړون اړوندې خواوې دې د دې وروستي متن د هر تفصيل په هکله سياسي پرېکړه وکړي او که موافقه وښيي، نو تړون به لاسليک شي.

 

(غاټول)