شي جين پينګ د مالتا جمهوریت د يوه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/08/09 17:38:39
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د مالتا جمهوریت د سنټ ماګريټ منځني ښوونځي د چيني کلتور خونې ښوونکو او زده کوونکو ته ځوابي پيغام ليږلی او د مالتا لا زیات تنکي ځوانان يې هڅولی، چې د چين او مالتا ترمنځ په کلتوري تبادله کې فعال ګډون وکړي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې سږ کال د چين او مالتا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د مختلف تاريخ او کلتور لرونکو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ نمونه بلل کېږي. ښاغلي شي جین پينګ هيله ښودلې، چې د مالتا لا زيات ښوونکي او تنکي ځوانان د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې او دوستۍ پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي.

د مالتا سنټ ماګريټ منځنی ښوونځي په ۲۰۱۰م کال کې د چين په مرسته د چيني کلتور خونه پرانيستې ده. د دغې خونې ښوونکو او زده کوونکو په دې وروستيو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام وليږه او پکې يې له چيني کلتور سره د دوی مينه څرګنده کړه، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد ستاينه يې وکړه او د مالتا جمهوریت او چين ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کليزې په مناسب يې مبارکي وويله .