روسیې د ستراتيژيکو وسلو د کمولو د نوي تړون له مخې د اړوندو تاسيساتو د پلټنې له ميکانيزم څخه په لنډمهاله توګه د وتلو اعلان وکړ
CMG2022/08/09 11:01:06
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزارت په ډيپلوماتيکې لارې امريکا ته خبر ورکړی، چې د ستراتيژيکو وسلو د کمولو د نوي تړون د اړوندو تاسيساتو د څار له ميکانيزم څخه يې د لنډمهاله وتلو پريکړه کړې او د روسیې اړوند تاسيسات به د دغه تړون د څار په فعاليتونو کې شامل نه وي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د اګست په اتمه نېټه پر خپلې وېبپاڼې اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي، چې روسيه اړه شوې، چې ياد تدبیر ونیسي او دلیل یې دا ښودلی، چې واشنګټن غواړي له شرایطو پرته د اړوندو تاسیساتو څار بیا پيل او يو اړخيزه ګټه وکړي، خو په خپله خاوره کې يې روسیه پر اټومي وسلو د څار له حقه بې برخې کړې ده.

ډېوه