د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۸مه نېټه ويلي، چې د يو چين پېژندې اصل روښانه او څرګند دی او په مختلفو برخو کې بې له شرطه او شکه پلې کېږي
د يو چين پېژندنې اصل، نړيوال قانون او نړيوال نظم د ننګولو هر ډول هڅې به د نړيوالې ټولنې له ګډ مخالفت سره مخامخ شي او بريالۍ به نه شي.
د امريکا، استراليا او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو څو ورځې مخکې په يوې ګډې اعلاميې کې د يو چين پېژندنې اصل په اړه څرګندونې کړې دي.
وانګ ون بين په دې اړه د چين دريځ بیا څرګند کړ او ويې ويل، چې د يو چين پيژندنې اصل د نړيوالې ټولنې ګډ نظر دی او د نړيوالو اړيکو پېژندل شوی بنسټيز معيار او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظم يوه برخه ده، د ملګرو ملتونو اسمبلۍ په ۲۷۵۸م پرېکړه ليک کې هم تايئد شوی او له نورو هېوادونو سره د چين د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو او پرمختګ سياسي بنسټ دی.
د ملګرو ملتونو سکرتريت هم په خپل قانوني سند کې دا تائيدوي چې تايوان د چين يو ولايت دی او خپلواکي نه لري.
(مينه)