د نانسي پېلوسي د ډیموکراسۍ پلمه ناکامه شوه
CMG2022/08/09 15:04:12
شريکول:

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي څو ورځې مخکې د چین ولس له مخالفت سره سره تایوان ته سفر وکړ، او پلمه يې دا وه چې له ډیموکراسۍ څخه ملاتړ وکړي. خو د تایوان خلک په دې ښه پوهېږي چې پېلوسي یوازې د خپلو سیاسي ګټو لپاره تایوان کاروي.

د تایوان یوه انټرنيټي سروې ښيي، چې د تایوان څه باندې ۷۵ سلنه وګړي د تايوان له ډيموکراسۍ څخه د ملاتړ په اړه د پېلوسي پر څرګندونې هېڅ باور نه لري. ځينو احتجاج کوونکو ويلي، چې د تایوان وګړي له سولې سره ژوره مینه لري او نه غواړي چې د امریکا د توغندیو خوراک او د خپل ملت دښمنان وګرځي.

امریکایان هم پوهېږي چې تایوان ته د پېلوسي سفر سم نه دی. د اګست په ۵مه نېټه د سپينې ماڼۍ په یوه خبري ناسته کې خبریالانو پوښتنې کړې، چې ایا پېلوسي باید د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو د ویجاړېدو پړه پر غاړه واخلي؟ ایا تایوان ته د پېلوسي د سفر له امله د تایوان تنګي وضعیت ترینګلی شوی؟ که څه هم د سپینې ماڼۍ ویاندې کریني جین پیري دغو پوښتنو ته څرګند ځواب نه دی ورکړی، خو خلک ټول پوهېږي چې ځواب همداسې دی. د پېلوسي په شمول ځيني امریکايي سیاستوال باید د چین د حاکمیت او امنیتي ګټو د خرابېدو، د تایوان تنګي وضعیت د ترینګلتیا او د چین او امریکا د نښتو د سختوالي مسؤليت پر غاړه واخلي.

تایوان ته د نانسي پېلوسي د سفر موخه په ډیموکراسۍ پورې هېڅ اړه نه لري، خو د چین د جلا کېدو د هڅولو لپاره وه او ډیموکراسي يې تر پښو لاندې کړې ده. د ډیموکراسۍ اصلي مانا دا ده چې خلک پخپله پرېکړه کوي. څه باندې 1.4 میلیارده چینایان د تایوان مسئلې په هکله یو دريځ لري او د هېواد د حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د ساتلو کلکه اراده لري. که پېلوسي له ډیموکراسۍ رښتينی ملاتړ کوي، نو باید د ټولو چینایانو د ګډې هیلې درناوی وکړي. خو هغې مخالف لوری غوره کړی، نو د ډیموکراسۍ مخالفه خوا يې خپله کړې ده.

واشنګټن د ډيموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کړې، دغه شان مثالونه ډېر زیات دي او پراخې سیمې ګواښي. په وروستیو کلونو کې په منځنۍ اسیا، شمالي افریقا، ختيځه اروپا او لاټينې امریکا کې د واشنګټن د تش په نوم ډیموکراسۍ ځايي وګړو ته ډېر زیانونه رسولي دي.

کله چې پېلوسي پر نورو هېوادونو د ډیموکراسۍ موډل تپي، باید د امریکې په کوردننه کې حالات وګوري، د ډزو پېښې پر له پسې رامنځته شوې، د کرونا وبا ناوړه منفي اغېزې او زیانونه يې په نړۍ کې تر ټولو سخت دي او نژادي تبعیض ورځ تر بلې سختېږي. له دغو حالاتو څخه د امریکا د ډیموکراسۍ ریاکارانه بڼه ښکاره شوې ده. د ايټاليا د نړیوالو موضوعاتو کارپوه فابیو مسمو پلرینټي په اشارې سره وویل، چې واشنګټن او د تایوان ځايي حکومت د ډیموکراسۍ په پلمه، د ډیموکراسۍ ویجاړوونکې کړنې ترسره کړې، د دوی عملونه د بېلابېلو هېوادونو په سوله کې د ګډ ژوند اصلي زمینه خراب کړې ده.

د چین حکومت تایوان ته د پېلوسي تر سفر وروسته یو لړ تدبیرونه نيولي، لکه پوځي تمرینات يې ترسره کړي. د بېجینګ دغه تدبیرونه نه یوازې لمسون کوونکو ته جدي ګواښ ګڼل کېږي، بلکې د خپل هېواد د حاکمیت او د خاورې بشپړتیا کلکه ساتنه هم ده او همدارنګه د نړیوالې ټولنې لخوا یې ملاتړ کېږي.
 څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو تایوان ته د پېلوسي ناسم سفر وغانده او د یو چین د پېژندنې له اصل او د خپل حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د ساتلو لپاره یې د چین له کوښښونو څخه ملاتړ په ډاګه کړی دی.

د نانسي پېلوسي د ډیموکراسۍ پلمه په پوره توګه ناکامه شوې ده.