د چين د بهرنيو چارو وزات ویاند وانګ ون بين د اګست په اتمه نېټه پر هيروشيما د اټومي بمبارۍ د ۷۷ مې کاليزې د يادونې په مراسمو کې د جاپان د لومړي وزير د وینا په هکله وويل، چې پر هیروشيما د اټومي برید په هکله د نظر څرګندولو لپاره بايد د هغه وخت تاريخي پس منظر ته کتنه وشي، خو جاپان يوازې اټومي برید يادوي او پر چين او نورو هېوادونو د تېري تاريخ ته بیا سم نه ګوري.
نوموړي په اشارې وويل، چې جاپان ځان د اټومي بريد قرباني بولي او له اوږدې مودې راهیسې په نړۍ کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو ادعا او له اټومي وسلو د پاکې نړۍ غوښتنه کوي، خو په حقيقت کې دغه هېواد تل د امريکا تر اټومي چترۍ لاندې ژوند کوي او له دې سره يې مخالفت او مخنيوی کړی او کوي يې، چې امريکا تر نورو هېوادونو مخکې د اټومي وسلو له لومړۍ کارونې څخه لاس واخلي.
وانګ ون بين پر جاپان غږ وکړ، چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د يوه لاسليکوونکي په توګه خپله نړيواله دنده سمه پر غاړه واخلي او له اټومي وسلو څخه د پاکې نړۍ د ابادۍ لپاره دې خدمتونه وکړي.