چين: د ایران د اټومي مسئلې اړوندې خواوې دې د پاتې مسئلو د حل لپاره فعالې هڅې وکړي
CMG2022/08/10 11:06:24
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۹مه نېټه په يوې نوبتي خبري غونډې کې د ايران د اټومي مسئلې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د ايران د اټومي مسئلې اړوندې خواوې د هر اړخيز اټومي تړون د بيا عملي کېدو د زياترو موضوعاتو په اړه موافقې ته رسېدلي، خو يو څو مسئلې يې لا زياتو سلا مشورو ته اړتيا لري.

چين پر اړوندو خواوو غږ کوي، چې د ډيالوګ او خبرو اترو په عمده لوري ولاړ شي، ډيپلوماتيکې هڅې دې زياتې کړي او د پاتې مسئلو د حل لارې چارې دې ولټوي.

نوموړي په عين وخت کې دا هم وويل، چې امریکا باید د ایران د اټومي کړکېچ د پیل کوونکي په توګه وضعیت درک او ژر دې سیاسي پرېکړه وکړي او د خبرو اترو د يوې مثبتې پايلې لپاره دې هڅې وکړي.

وانګ زياته کړه، چې د ايران د اټومي تړون ښکېل اړخونه باید په خپلو خبرو او کړنو کې محتاط واوسي او مناسبه فضا دې رامنځته کړي.

(ژباړه: شکريه)