چین: نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ ضد مبارزې د پياوړتيا لپاره له پرمختیايي هېوادونو سره مرستې وکړي
CMG2022/08/10 10:36:28
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون د اګیست په ۹مه نېټه د امنیت شورا په یوې مباحثوي غونډې کې((ترهګریزې کړنې نړیواله سوله او امنیت ګواښوي)) وينا وکړه او په ګردې نړۍ کې د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي او کمولو په اړه يې د چین دریځ څرګند کړ.

نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې باید د ترهګرۍ ضد د مبارزې توان د لوړتیا په پار له پرمختیايي هېوادونو په تېره بیا افریقايي هېوادونو سره ډېرې مرستې وکړي.

جانګ جون وویل، چې چین به د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د افریقا او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اغېزمنې مرستې وکړي او د سیمې د سولې او امنیت د ساتلو لپاره به کوښښونه وکړي.

(هیله)