يوه ايراني سپوږمکۍ د روسيې د راکټ په وسيله فضا ته وتوغول شوه
CMG2022/08/10 13:13:17
شريکول:

د ايران خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د خيام په نامه د دغه هېواد سپوږمکۍ د اګست په نهمه نېټه د روسيې د سيوز-۲.۱ راکټ په مټ د قزاقستان د بایکنور له فضايي مرکز څخه فضا ته وتوغول شوه او ټاکلي مدار ته په برياليتوب ننوتلې ده.
خبر دا هم وايي، چې د ايران د فضايي چارو ادارې له خيام سپوږمکۍ څخه لومړني ډېټاګانې ترلاسه کړي دي، چې په عمده توګه د کرنيزو چارو، د اوبو سرچېنو د څار، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او د کانونو د کشف په شمول په يو شمېر برخو پسې تړاو لري.
د ايران د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وزيرعيسی زارع پور ويلي، چې فضا ته د خيام سپوږمکۍ توغول د ايران او روسيې ترمنځ د فضايی چارو په برخه کې د ستراتېژيکې همکارۍ معنا لري.
د روسيې د فضايي چارو ملي ادارې ويلي، چې سيوز-۲.۱ راکټ يې په همدې ورځ پر خيام سپوږمکۍ سره بيره نورې  ۱۶ کوچنۍ الوتونکې الې يې هم فضا ته توغولې دي.