د امریکا په نوي مکسيکو ايالت کې د ۴ مسلمانانو د وژلو په تور یو کس نيول شوی
CMG2022/08/10 13:12:29
شريکول:

د امريکا د نوي مکسيکو ايالت په البکرکي ښار کې په ډزو د څلورو مسلمانانو د وژلو قضيې د دغه هېواد او نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده.
د البکرکي ښار پوليسو د اګست په نهمه نېټه ويلي، چې د دغې قضيې په تور یې يو شکمن کس نيولی دی.
د البکرکي ښار د پوليسو ادارې رئيس هارولډ ميډينا پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې پوليسو د يادې پېښې په تړاو يو شکمن کس له يو موټر سره نيولی، خو هويت یې نه دی په ډاګه کړی او نه يې هم دا ويلي، چې ايا دغه شکمن کس د څلورو واړو کسانو په وژلو کې لاس لري او کنه؟