د چين د اټومي برېښناکوټ د جنراټورونو عمومي شمېر په نړۍ کې دوهم ځای لري
CMG2022/08/10 14:13:24
شريکول:

د چين د اټومي امنيت ادارې مرستيال او د اټومي برېښنا د خونديتوب د څار ادارې مشر تانګبه د اګست په ۹مه نېټه ويلي، چې په چين کې د ۲۰۲۲م کال تر جون پورې د اټومي برېښناکوټ د جنراټورونو شمېر ۵۴ ته رسېدلی او د اټومي برېښناکوټ د هغو جنراټورونو شمېر، چې تر اوسه د جوړېدو په حال کې دي، ۲۳ ته رسېدلی دی.

دغه راز د چين د اټومي برېښناکوټ د جنراټورونو عمومي شمېر په نړۍ کې دوهم ځای خپل کړی دی.

ښاغلي تانګبه په همدې ورځ د اټومي انجينرۍ د ۲۹م نړيوال کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې ياد مالومات ورکړي دي.

  نوموړي ويلي، چې د اټومي برېښنا پرمختګ د انرژۍ د تامينولو، د چاپېريال د ښه والي، اوج ته د کاربن ډای اکسايد د ايستلو اندازې د رسېدو او د کاربن حنثی کولو په برخه کې ښې او ګټورې مرستې کړې دي.

 چين د نوې انرژۍ د پرمختګ په عين وخت کې د اټومي برېښنا د پرمختګ مثبت، خوندي او منظم سيستم جوړ کړی دی او په دغه هېواد کې د فعالو اټومي برېښناکوټونو د خونديتوب معيار په مسلسل ډول لوړ شوی او د نړیوالو پرمختللو رتبو په منځ کې يې ځای خپل کړی دی.

(ژباړه: شکريه)