د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په نهمه نېټه د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې د کوريا جمهوريت له بهرنيو چارو وزير پارک جين سره وکتل او په يو لړ مسئلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې سږ کال د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له دېرشمې کليزې سره برابر دی. دواړه خواوې دې په راتلونکو دېرشو کلونو کې ګټورې تجربې راټولې کړي، د دوه اړخيزو اړيکو د ثابت پرمختګ لوری او خپلواکي دې وساتي، له بهرنیو لاسوهنو څخه دې په ډډه واوسي او د ښه ګاونډیتوب اړيکو ته دې دوام او یو د بل لویو اندیښنو ته دې پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه دې د ګډو ګټو اصل، ورخلاصون، صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير وساتي، یو د بل په کورنیو چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، متقابل مساوات او درناوی دې تضمين کړي، څو اړخیزم دې وساتي او د ملګرو ملتونو منشور او اړوند اصول دې مراعات وکړي.
چين غواړي له کوريا جمهوريت سره يو ځای د دواړو خواوو ستراتيژيکې همکاریزې اړيکې وساتي او د خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ ته وده ورکړي.
پارک جين وويل، چې نړۍ اوسمهال د ستر بدلون په حال کې ده او ناورينونه پکې په زياتېدو دي. کوريا جمهوريت غواړي، له چين سره د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د دېرشمې کليزې د نمانځلو په پار متقابل احترام، ګټې، باور او پرانېستې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په ښه او سالم مدار کې وساتي.
(ژباړه: شکريه)