د يوې نړیوالې سروې ډېری ګډونوالو د چين د لس کلن پرمختګ لوړه ستاينه کړې ده.
دغه سروې(( د نوي عصر چين )) د نړۍ د ۵ لويو وچو په ۲۲ هېوادونو کې د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن (CGTN) د فکري مرکز او د چين د خلکو پوهنتون په ګډې همکارۍ ترسره شوې ده.
د سروې ۷۸.۳۴ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې د چين اقتصاد د نړيوال اقتصاد خوځنده قوه ګرځېدلې او نړيوال اقتصاد ته يې د باور تکيه برابره کړې ده.
په دغې سروې کې د امريکې، بريتانيې، فرانسې او جرمني په شمول د پرمختللو هېوادونو اوسېدونکي او د برازيل، هند، پاکستان او کينيا په شمول د پرمختيايي هېوادونو اوسېدونکي غږول شوي دي.