روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۹مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۹مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۲۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۷۷ زره او ۴۲۳ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۸۳ ميليونه، ۳۸ زره او ۱۱۰ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۱۴۴ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونه، ۴۱۶ زره او ۲۳ ته رسېدلی دی.
(مينه)